د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان ټولو صوبو کې د کورونا وایرس د تشخیص مرکزونه پرانیستي


کورونا وایرس زرګونه کسان ناروغه کړي
کورونا وایرس زرګونه کسان ناروغه کړي

اسلام اباد - د پاکستان حکومت د کورونا وایرس مخنیوي په موخه د روغتیا په وزارت کې یوه ډله ګومارلې او پر هوايي ډګرونو د ورتلونکو کسانو معاینه کوي.

د کورونا وایرس د مخنیوي څانګې ویاند ډاکتر محمد سلمان د فبرورۍ پر څلورمه مشال راډیو ته وویل، د هېواد په ټولو صوبو کې یې د ناروغانو د تشخیص مرکزونه او په روغتونونو کې ځانګړي وارډونه هم پرانیستي دي:

"په لېبارټریو کې موږ اوس ټېسټونه پیل کړي چې د ناروغانو په وینه کې د کورونا وایرس پته ولګوو خو تر اوسه په هېچا کې دا جراثیم نه دي موندل شوي."

ډاکتر سلمان دا څرګندونې پر داسې مهال کړي چې د خیبر پښتونخوا حکومت د فبرورۍ پر درېیمه د وایرس د مخنیوي په موخه بیړنی حالت اعلان کړ ځکه دا صوبه له چین سره سرحد لري.

د صوبې د روغتیايي خدماتو څانګې په یوه بیان کې ویلي چې په پېښور کې یې د پولیس سروېسېز روغتون د کورونا وایرس مشکوکو مریضانو ته ځانګړی کړی دی او په لېډي ریډنګ اسپتال کې یې هم یو وارډ پرانیستی دی.

د خیبر پښتونخوا د ډاکترانو د ټولنې مرستیال ډاکتر عبدالواحد وايي، په لېډي ریډنګ روغتون کې یې د کورونا وایرس لرلو په شک یو کس داخل کړی دی خو د وایرس د تشخیص پوره وسایل نه لري.

خو د پاکستان د روغتیا انسټيټیوټ (نیشنل انسټي ټیوټ اف هېلت) یو چارواکی ډاکتر رانا محمد صفدر وايي، د فبرورۍ له څلورمې څخه یې د کورونا وایرس د تشخیص معاینې پیل کړي.

دی وايي، تر اوسه یې د ۲۰ کسانو ټېسټونه کړي چې ټول پاک ووتل او جراثیم پکې نه ول.

د ده په خبره، د کورونا وایرس علامات د عادي سکام په څېر وي نو ځکه ورڅخه د ځان ژغورلو تدابیر هم هغه دي لکه د زکام – د بېلګې په ډول، په بیا بیا په صابون لاسونه مینځل، مخ او پوزه په تمبوزک پټول، د ټوخي پر وخت په خوله لاس ایښوول.

ډاکتر صفدر وايي، د کورونا د دې نوي وایرس واکسین یا د ناروغۍ درملنه نشته خو که د یوه کس د وجود مدافعتي قوت ښه وي نو ښه کېږي.

د کورونا دا نوی ډول وایرس په ډېسېمبر کې د چین د هوبې ولایت په ووهان کې موندل شوی چې تر اوسه یې زرګونه کسان ناروغه کړي او سلګونه ورڅخه مړه شوي.

د روغتیا نړیواله اداره وايي، که دا وایرس د یو کس بدن ته داخل شي نو په له دوو څخه تر ۱۴ ورځو پورې موده کې د ناروغۍ علامات ښکاره کېږي.

د ناروغۍ علامات ټوخی، سردرد، مړ مړ وجود، ستړیا او سابندي دي.

د کورونا وایرس له لاسه په وژل شویو کې زیاتره هغه کسان دي چې وار له مخه د بېلا بېلو دایمي ناروغیو ښکار ول.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG