کوز جنوبي وزیرستان کې د شخصي سکول د پرنسپل تښتونې پرضد احتجاجي پرلت دوام لري

خلکو په واڼه کې د پوځي کیمپ مخې ته پرلت وهلی دی - د اګست ۲۲مې انځور.

د کوز جنوبي وزیرستان اوسېدونکو د یو شخصي ښوونځي د سرښوونکي (پرنسپل) رحمت الله وزیر د تښتونې پرضد د واڼه پوځي کیمپ مخې ته احتجاجي پرلت ته دوام ورکړی دی.

د احتجاجي ناستې یو مشر عبدالیاسین احمدزي د اګست پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل، له تېرو پینځو ورځو راهیسې یې احتجاج روان دی خو چارواکو لا نوموړی نه دی خوشې کړی.

دی وايي، په احتجاج کې د سیمې اوسېدونکي، مشران، فعالان او زده کوونکي شامل دي.

احمدزی زیاتوي، انتظامي چارواکو ورته ویلي دي چې د وزیر د ازادولو لپاره یې د لټون عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

د پولیسو یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د اګست پر ۲۲مه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل، اقدامات یې کړي دي او هڅه کوي چې د سکول پرنسپل ژر ازاد کړي.

وسلوالو وزیر د اګست پر ۱۸مه سهار مهال له مغلخېلو سیمې وتښتاوه. د هغه د تښتولو ذمه واري لا هم چا نه ده منلې.

په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې په خیبر پښتونخوا کې ناامني خورا زیاته شوې او وسلوالې ډلې وخت په وخت د حملو تر څنګ تښتونې کوي او له شتمنو کسانو باج هم غواړي.

د اګست پر ۱۸مه وسلوالو د شمالي وزیرستان د شوې تحصلیدار له میرلي بایپاس سړکه وتښتاوه چې څو ساعته وروسته د ولسي مشرانو جرګې ازاد کړ.

د اګست پر ۱۲مه د بنو له بکاخېلو څخه وسلوالو یو ولسي مشر ملک بخمل وتښتاوه چې شاوخوا یوه اونۍ وروسته یې ازاد کړ. د نوموړي کورنۍ وايي، وسلوالو ورڅخه د کروړونو روپیو تاوان غوښت، خو هغه د ولسي مشرانو په هڅو خوشې شو.

په عین حال کې د پاکستان او د خیبر پښتونخوا حکومتونه وايي، د ناامنۍ ضد مبارزې او د ولس ژوند او مال ساتنې ته ژمن دي. وزیراعظم شهباز شریف د اګست پر ۱۴مه د هېواد جوړېدو کلیزې په مناسبت په وینا کې دعوه وکړه چې پاکستان "په زړورتیا د ترهګرۍ پرضد جنګېدلی او ورته یې ماتې ورکړې" ده او زیاته یې کړه چې حکومت به یې بیا وسلوال سر پورته کولو ته پرې نه ږدي.

په همدې حال کې امنیتي ځواکونو او پولیسو هم د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر علي امین ګنډه پور د جولای په پای کې په یو ویډیويي بیان کې وویل، "ترهګرۍ د صوبې د پرمختګ مخه ډب" کړې او ټینګار یې وکړ چې ټول باید له امنیتي ځواکونو سره د سولې او امنیت په برخه کې هڅو ته دوام ورکړي.

رحمر