د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې جرګې د شوې تحصیلدار له وسلوالو ازاد کړی دی


وسلوالو انتظامي چارواکی له میرلي بایپاس سړکه تښتولی وو.
وسلوالو انتظامي چارواکی له میرلي بایپاس سړکه تښتولی وو.

چارواکي وايي، د شمالي وزیرستان د شوې تحصیلدار د ولسي مشرانو د جرګې په هلو ځلو له وسلوالو ازاد شوی دی.

د میرامشا تحصیلدار غني الرحمان وزیر مشال راډیو ته وویل، جاوېد الله د اګست پر ۱۸مه له شوې څخه د میرلي پر لوري روان وو چې وسلوالو له بایپاس سړکه وتښتاوه.

دی وايي، وروسته د ضلعې انتظامیې وسلوالو ته د ولسي مشرانو جرګه واستوله او هغوی یې د مذاکراتو له لارې په خوشې کولو بریالي شول.

ده دا و نه ویل چې هغه چا او ولې تښتولی وو او کومې وسلوالې ډلې یې هم د اغوا کولو ذمه واري نه وه منلې.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې په خیبر پښتونخوا کې ناامني خورا زیاته شوې او وسلوالې ډلې وخت په وخت د حملو تر څنګ تښتونې کوي او له شتمنو کسانو باج هم غواړي.

د اګست پر ۱۲مه د بنو له بکاخېلو څخه وسلوالو یو ولسي مشر ملک بخمل وتښتاوه چې په غبرګون کې یې ځايي خلکو د خپل ځان او مال د ساتنې لپاره د "وسلوال لښکر" جوړولو پرېکړه وکړه.

تر دې مخکې په جولای کې وسلوالو په میرلي کې د شخصي بانکونو دوه کارکوونکي او د هغوی ډرېور تښتولي ول.

په عین حال کې د پاکستان او د خیبر پښتونخوا حکومتونه وايي، د ناامنۍ ضد مبارزې او د ولس ژوند او مال ساتنې ته ژمن دي. وزیراعظم شهباز شریف د اګست پر ۱۴مه د هېواد جوړېدو کلیزې په مناسبت په وینا کې دعوه وکړه چې پاکستان "په زړورتیا د ترهګرۍ پرضد جنګېدلی او ورته یې ماتې ورکړې" ده او زیاته یې کړه چې حکومت به یې بیا وسلوال سر پورته کولو ته پرې نه ږدي.

په همدې حال کې امنیتي ځواکونو او پولیسو هم د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر علي امین ګنډه پور د جولای په پای کې په یو ویډیويي بیان کې وویل، "ترهګرۍ د صوبې د پرمختګ مخه ډب" کړې او ټینګار یې وکړ چې ټول باید له امنیتي ځواکونو سره د سولې او امنیت په برخه کې هڅو ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG