وسلوالو بنو کې پخوانی پوځي صوبېدار او شمالي وزیرستان کې پولیس سرتېری وژلی

په بنو کې پولیسو پر یو سړک ناکه لګولې او خلک تالاشي کوي - انځور له ارشیفه.

پولیس وايي، وسلوالو په بنو کې د پوځ یو متقاعد (رېټایرډ) صوبېدار او په میرلي کې د پولیسو یو سرتېری وژلی دی.

د بنو پولیسو او استخباراتي چارواکو، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د اګست پر ۲۲مه د نومونو نه جوتولو په شرط مشال راډیو ته وویل، د اګست پر ۲۱مه د بنو په نورړ سیمه کې د ماخوستن تر لمانځه وروسته شاوخوا ۳۰ وسلوالو د پخواني صوبېدار عطا الله شاه د تښتولو هڅه وکړه خو چې خلکو یې مخه ونیوله نو هغوی ډزې شروع کړې.

پولیس وايي، د وسلوالو مخونه پټ ول او په ډزو کې یې شاه پر هم هغه ځای ووژل شو او درې تنه سخت ژوبل شول.

پولیس زیاتوي چې ژوبل کسان یې روغتون ته لېږدولي او روغتیايي وضعیت یې خراب دی.

تېره میاشت د بنو په مختلفو سیمو کې وسلوالو ډلو پر پولیسو یوشمېر حملې وکړې چې په غبرګون کې یې پولیسو او امنیتي ځواکونو د جولای پر ۳۱مه د میریانو تحصیل په نورړ سیمه کې د مشکوکو وسلوالو پرضد یو ورځني عملیات وکړل او پکې یې د شپږو مشکوکو وسلوالو د وژلو او د درې ژوبلو هغو د نیولو دعوه وکړه.

پولیسو د عملیاتو پر مهال په نورړ کې ګرځبندیز (کرفیو) لګولی وو او په بیان کې یې وویل چې وسلوالو پر هم هغه ورځ پر میریانو تاڼې د ډرونونو له لارې دوه ځلې بمونه وغورځول چې پکې اووه سرتېري ژوبل شول.

د جولای پر ۲۶مه هم پولیسو او امنیتي ځواکونو په نورړ کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس په عملیاتو کې د دوو مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې وه.

په همدې حال کې د شمالي وزیرستان د میرامشا د پولیسو دفتر د اګست پر ۲۲مه د مشال راډیو په ګډون رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې وسلوالو د اګست پر ۲۱مه په میرلي کې د پولیسو د ځانګړي ځواک (ایلیټ فورس) یو سرتېری محمد شعېب وویشت او وتښتېدل.

په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې په خیبر پښتونخوا کې ناامني خورا زیاته شوې او وسلوال وخت په وخت پر پولیسو، سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، کاروباریانو، ولسي مشرانو، پخوانیو او مخالفو وسلوالو او فعالانو حملې کوي. له دې پرته، وسلوالې ډلې وخت په وخت د حملو تر څنګ تښتونې کوي او له شتمنو کسانو باج هم غواړي.

د اګست پر ۲۱مه په میرلي کې وسلوالو یو کس وتښتاوه او څه ساعت وروسته یې مړی له بازار سره نېږدې وغورځاوه.

تر دې مخکې، وسلوالو د اګست پر ۱۴مه په دته خېلو کې یو ځايي مشر او د جمعیت علمای اسلام (ف) د یو سیاستوال ورور ملک عبدالله شاه او تر هغې دوه ورځې مخکې یې د ضلعې د یو خطیب قاري محمد رومان زوی او لمسی په چشمه سیمه کې ووژل.

د هغو بریدونو ذمه واري هم چا نه وه قبوله کړې.

د مشال راډیو د غونډو کړیو ارقامو له مخې، له تازه پېښې سره په شمالي وزیرستان کې سږ کال د هدفي حملو شمېر ۱۹ ته رسېدلی دی. تېر کال په هغه ضلع کې په ۳۷ هدفي بریدونو کې شاوخوا ۵۰ کسان وژل شوي ول.

د پاکستان او د خیبر پښتونخوا حکومتونه وايي، د ناامنۍ ضد مبارزې او د ولس ژوند او مال ساتنې ته ژمن دي. وزیراعظم شهباز شریف د اګست پر ۱۴مه د هېواد جوړېدو کلیزې په مناسبت په وینا کې دعوه وکړه چې پاکستان "په زړورتیا د ترهګرۍ پرضد جنګېدلی او ورته یې ماتې ورکړې" ده او زیاته یې کړه چې حکومت به یې بیا وسلوال سر پورته کولو ته پرې نه ږدي.

په همدې حال کې امنیتي ځواکونو او پولیسو هم د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر علي امین ګنډه پور د جولای په پای کې په یو ویډیويي بیان کې وویل، "ترهګرۍ د صوبې د پرمختګ مخه ډب" کړې او ټینګار یې وکړ چې ټول باید له امنیتي ځواکونو سره د سولې او امنیت په برخه کې هڅو ته دوام ورکړي.