د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهباز شریف وايي د سیمې پر حالاتو د ترکي له ولسمشر سره غږېدلی دی


د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف او د ترکي ولسمشر رجب طیب اردوغان. (انځور: ارشیف)
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف او د ترکي ولسمشر رجب طیب اردوغان. (انځور: ارشیف)

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف وايي، پر ایران د اسراییل تر برید وروسته را پیدا شوي حالت یې د ترکي له ولسمشر سره پر ټلیفون خبرې کړې دي.

شهباز شریف د جون پر ۱۴مه ناوخته پر ایکس پاڼه لیکلي چي دی او د ترکي ولسمشر پر دې سلا شوي چې ګواکې اسراییل پر ایران په برید کولو سره له نړیوالو قوانینو سرغړونه کړې ده.

وزیراعظم شهباز شریف لیکلي، "پر ایران د اسراییل له ناپارولي بریده وروسته مې د سیمې پر پېچلي حالت له ګران ورور ولسمشر رجب طیب اردوغان سره نن مازیګر خبرې وکړې."

شهباز شریف لیکلي چې دی او ولسمشر اردوغان پر دې سلا شوي چې د ده په وینا، "داسې کړنې په څرګنده له نړیوالو قوانینو سرغړونه ده."

شهباز شریف زیاته کړې چې دوی په عین وخت کې د اسراییل له خوا په فلسطین کې هم "د روان ظلم غندنه کړې ده."

شهباز شریف تر دې وړاندې پر ایکس پاڼه دا هم لیکلي چې ده د جون پر ۱۴مه د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره هم پر ټلیفون خبرې اترې کړې دي او هغه ته یې د پاکستان د خواخوږۍ باور ورکړی دی.

نوموړي لیکلي، "نن مې د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره خبرې وکړې او هغه ته مې د اسراییل له خوا پر ناپارولي تېري د ایران له ورور ولس سره د پاکستان د کلکې ملګرتیا باور ورکړ."

دا په داسې حال کې ده چې اسراییل او ایران د جون له ۱۳مې پر یو بل د ډرون او توغندیو بریدونو ته دوام ورکړی چې د رپورټونو له مخې په دواړو هیوادونو کې یې مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي دي.

که څه هم ایران ویلي چې اسراییل دا برید د امریکا په سلا کړی خو د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې دوی په دې کې هیڅ لاس نه لري.

ولسمشر ټرمپ خبرداری ورکړی دی چې که ایران د اسراییل تر برید وروسته په سیمه کې د امریکا ګټو ته د زیان رسولو هڅه وکړه نو دوی به سخت ځواب ورکوي.

د اسراییل او ایران له خوا پر یو بل بریدونو په دواړو هیوادونو کې د خلکو ژوند ته خطر پېښ کړی دی. دا شخړه په داسې وخت کې پیل شوې چې په ګڼ شمېر پاکستاني شعیه زیارتکوونکي د ایران په سفر دي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د جون پر ۱۳مه اړوند چارواکو ته لارښوونه کړې وه چې ایران ته د تلليو پاکستانیو زیارت کوونکو ستنېده باوري کړي.

پاکستانیو رسنیو لیکلي چې نوموړي د بهرنیو چارو وزارت ته ویلي چې "له ایران څخه د شاوخوا ۵۰۰۰ پاکستانيو زیارت کوونکو خوندي ستنیدل باوري کړي او د دې لپاره ټولې شته وسیلې په کار واچوي."

د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر اسحاق ډار د جون پر ۱۵مه پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دوی تر اوسه ۴۵۰ پاکستاني زیارت کوونکي له ایرانه ستانه کړي دي.

نوموړي لیکلي چې دوی په ایران کې د پاکستانیو زده کوونکو را اېستلو لپاره هم انتظامات کوي چې په لومړۍ ډله کې یې ۱۵۴ زده کوونکي شامل دي.

نوموړي زیاته کړې چې په یاد وزارت کې د بحراني حالت د نظم داسې څانګه پرانستل شوې ده چې شپه او ورځ به خلاصه وي.

د ده په وینا، په تهران کې یې د پاکستان سفارت ته لارښوونه کړې چې هلته د مېشتو پاکستانیو وګړو لپاره بشپړ اسانتیاوې برابرې کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په عین وخت کې پر پاکستانیو وګړو غږ کړی چې ایران او عراق د سفر پر ارادو له سره غور وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې اسراییل او ایران د جون پر ۱۵مه سهار وختي د یو بل پر لویو ښارونو په داسې حال کې بریدونه کړي چې نړیوالو ورباندې د سولې غږونه کړي دي خو بیا هم د دوی ترمنځ پیل شوې جګړه د ارامېدو نه ښکاري.

XS
SM
MD
LG