د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د ۳۰ مشکوکو وسلوالو وژلو دعوه کړې


د پاکستان د پوځ سرتېري په شمالي وزیرستان کې له ډېورنډ کرښې سره نېږدې ګزمه کوي - انځور له ارشیفه.
د پاکستان د پوځ سرتېري په شمالي وزیرستان کې له ډېورنډ کرښې سره نېږدې ګزمه کوي - انځور له ارشیفه.

د پاکستان پوځ د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې د ۳۰ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د جولای پر څلورمه پر خپله ووبپاڼه په بیان کې ویلي دي چې د جولای له لومړۍ څخه تر درېیمې نېټې پورې د مشکوکو وسلوالو "یوې لویې ډلې" پر ډېورنډ کرښه له "افغانستانه د شمالي وزیرستان حسنخېلو ته د داخلېدو هڅه کوله" چې امنیتي سرتېرو یې مخه ونیوله او ورسره یې نښته وشوه.

پوځ ویلي دي چې په نښته کې یې ټول وسلوال ووژل خو دا یې نه دي ویلي چې ایا پکې سرتېرو ته هم مرګژوبله اوښتې او که څنګه.

ای اېس پي ار دا دعوه پر داسې مهال کړې چې انتظاميې د جون پر ۲۸مه په میرلي کې د امنیتي سرتېرو پر ګاډي تر ځانمرګي برید برید وروسته اعلان وکړ چې په ضلع کې شپې مهال ګرځبندیز لګوي.

په هغه برید کې ۱۳ سرتېري ووژل شول او ۱۰ ټپي شول. له دې پرته په حمله کې ۱۴ ولسي وګړي هم ژوبل شوي ول. حافظ ګل بهادر ډلې د هغه برید مسوولیت منلی وو.

د پاکستان پوځ په نښته کې وژل شوي ټول کسان "د هند ملاتړ لرونکي خوارج" بللي دي.

پوځ دا اصطلاح اکثر د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسلوالې ډلې ته کاروي خو دا روښانه نه ده چې وژل شوي کسان د کومې ډلې غړي ول.

ټي ټي پي یا کومې بلې ډلې هم د پوځ د دعوې په غبرګون کې څه نه دي ویلي او مشال راډیو هم په خپلواکه توګه د پوځ دعوه نه شي تاییدولای.

نوي دلي لا د پوځ د دعوې په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې په بیا بیا پر پاکستان تور پورې کړی دی چې د هغو وسلوالو ډلو ملاتړ کوي چې په هند او د نوي دلي تر واک لاندې جمو او کشمیر کې حملې کوي.

د پاکستان پوځ او حکومت اکثر تور پورې کوي چې وسلوال په افغانستان کې پټنځایونه لري او له هغه ځایه په پاکستان کې حملې کوي.

خو د طالبانو حکومت په بیا بیا دا تور رد کړی او وايي هېڅ وسلوالې ډلې ته یې په افغانستان کې پټنځای نه دی ورکړی او ټینګار کوي چې د هغه هېواد خاوره د هېچا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.

اخوا تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي‌ پي) او نورې ډلې هم وايي چې وسلوال یې په پاکستان کې دي او بل ځای پټنځایونو ته اړتیا نه لري.

د پاکستان پوځ وخت په وخت په عملیاتو او نښتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي. پوځ د جون په پیل کې په شمالي وزیرستان کې د ۱۴ مشکوکو وسلوالو د وژنې ادعا کړې وه.

داراز پوځ په اپرېل کې د شمالي وزيرستان په ګډون د خيبر پښتونخوا په بېلا بېلو سيمو کې له ۱۰۰ څخه د زياتو مشکوکو وسلوالو د وژلو دعوې کړې وې.

په خیبر پښتونخوا کې له څه باندې درو کلونو راهیسې ناامني زیاته شوې ده او یوشمېر وسلوالې ډلې پر پولیسو او امنیتي سرتېرو او سرکاري چارواکو حملې کوي.

د جولای پر دویمه نېټه په باجوړ کې په رېموټ کنټرول بمي چاودنه کې د ناوګۍ تحصیل د انتظامي مشر (اسېسټنټ کمېشنر) فیصل اسماعیل په ګډون پینځه تنه ووژل او ۱۷ تنه ژوبل شول. د هغې حملې ذمه واري د اسلامي دولت (داعش) خراسان څانګې منلې وه.

تر برید یوه ورځ وروسته په باجوړ کې د جماعت اسلامي په بلنه د ناامنۍ پرضد لاریون او مظاهره وشوه چې پکې د یوشمېر ګوندونو سیاستوالانو ګډون وکړ له حکومته یې د امنیت غوښتنه وکړه.

په تېرو کلونو کې ولسي وګړو، سیاستوالانو او فعالانو د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې د ناامنیو پرضد پراخې مظاهرې، ناستې او جرګې کړې دي.

د پاکستان حکومت او امنیتي چارواکي ټینګار کوي چې د ترهګرۍ پرضد مبارزې ته ژمن دي او په دې لړ کې یې د وسلوالو پرضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG