په کوز جنوبي وزیرستان کې وسلوالو د یو شخصي ښوونځي مشر تښتولی دی

د پاکستان د پوځ سرتېري په واڼه کې له سړکه تېرېږي - انځور له ارشیفه.

پولیس وايي، د خیبر پښتونخوا په کوز جنوبي وزیرستان کې وسلوالو د یو شخصي ښوونځي سرښوونکی (پرنسپل) تښتولی دی.

د واڼه ښار (سېټي) تاڼېدار عالمګیر مسید مشال راډیو ته وویل، وسلوالو رحمت الله وزیر د اګست پر ۱۸مه سهار مهال له مغلخېلو سیمې وتښتاوه.

د نوموړي د تښتولو ذمه واري لا چا نه ده منلې خو مسید زیاتوي، مقدمه یې کښلې او پولیسو یې د ازادولو لپاره په سیمه کې د لټون عملیات پیل کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د اګست پر ۱۸مه وسلوالو د شمالي وزیرستان د شوې تحصلیدار له میرلي بایپاس سړکه وتښتاوه چې څو ساعته وروسته د ولسي مشرانو جرګې ازاد کړ.

په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې په خیبر پښتونخوا کې ناامني خورا زیاته شوې او وسلوالې ډلې وخت په وخت د حملو تر څنګ تښتونې کوي او له شتمنو کسانو باج هم غواړي.

د اګست پر ۱۲مه د بنو له بکاخېلو څخه وسلوالو یو ولسي مشر ملک بخمل وتښتاوه چې په غبرګون کې یې ځايي خلکو د خپل ځان او مال د ساتنې لپاره د "وسلوال لښکر" جوړولو پرېکړه وکړه.

تر دې مخکې په جولای کې وسلوالو په میرلي کې د شخصي بانکونو دوه کارکوونکي او د هغوی ډرېور تښتولي ول.

په عین حال کې د پاکستان او د خیبر پښتونخوا حکومتونه وايي، د ناامنۍ ضد مبارزې او د ولس ژوند او مال ساتنې ته ژمن دي. وزیراعظم شهباز شریف د اګست پر ۱۴مه د هېواد جوړېدو کلیزې په مناسبت په وینا کې دعوه وکړه چې پاکستان "په زړورتیا د ترهګرۍ پرضد جنګېدلی او ورته یې ماتې ورکړې" ده او زیاته یې کړه چې حکومت به یې بیا وسلوال سر پورته کولو ته پرې نه ږدي.

په همدې حال کې امنیتي ځواکونو او پولیسو هم د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر علي امین ګنډه پور د جولای په پای کې په یو ویډیويي بیان کې وویل، "ترهګرۍ د صوبې د پرمختګ مخه ډب" کړې او ټینګار یې وکړ چې ټول باید له امنیتي ځواکونو سره د سولې او امنیت په برخه کې هڅو ته دوام ورکړي.