چارواکو د باجوړ لوی ماموندو کې ۳ ورځنی ګرځبندیز لګولی دی

د باجوړ یوه کورنۍ د اګست پر ۱۰مه له ماموندو څخه خوندي ځای ته کډه کوي.

د خیبر پښتونخوا د باجوړ انتظامیې د ضلعې پر ځینو سړکونو یو ورځنی او په یوشمېر نورو سیمو کې درې ورځنی ګرځبندیز (کرفیو) لګولی دی.

ضلعي انتظامیې د اګست پر ۱۰مه شپې ناوخته پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه په بیان کې ویلي دي چې د خیبر پښتونخوا د کورنیو چارو وزارت تر تایید وروسته یې په ضلع کې د جنايي قانون د ۱۴۴مې مادې (دفعې) عملي کولو پرېکړه کړې ده.

د جنايي قانون د هغې مادې له عملي کېدو سره د پينځو یا تر پينځو د زیاتو کسانو پر ورغونډېدو، جلسو او لاریونونو، د وسلې پر ګرځولو او د موټرسایکل پر غبرګې سپرلۍ هم بندیز وي. داراز، هغه ماده ضلعي انتظامیې ته د ګرځبندیز لګولو واک هم ورکوي.

د انتظامي مشر یا ډېپټي کمېشنر دفتر په بیان کې ویلي، د اګست پر ۱۱مه د سهار له ۱۱ بجو څخه له ضلعي مرکز خار څخه ناوګۍ، پشت سالارزیو، مونډا، صدیق اباد او عنایت کلي پر لوري پر تلونکو سړکونو به ۱۲ ساعته ګرځبندیز وي.

له دې پرته، په ټول لوی ماموندو تحصیل کې تر درو ورځو پورې د قانون ۱۴۴مه ماده عملي شوې او انتظامیې خلکو ته ویلي دي چې پر سړکونو دې نه ګرځي او له کورونو دې بهر نه وځي.

دا په داسې حال کې ده چې امنیتي ځواکونو د جولای پر ۲۹مه د باجوړ په لویو ماموندو کې د مشکوکو وسلوالو پرضد ورځني عملیات پیل کړل چې له وجې یې لسګونه کورنیو خپلې مېنې پرېښودې او یوشمېر ګوندونو، فعالانو او ځايي اوسېدونکو د پوځي کاروایۍ مخالفت وکړ. په پوځي عملیاتو کې د یوې ښځې په ګډون درې ولسي وګړي ووژل شول او لږ تر لږه نهه تنه ژوبل شوي ول.

تر دې وروسته د باجوړ جرګې د اګست پر څلورمه د حکومتي ځواکونو او وسلوالو ترمینځ دوه ورځنی اوربند وکړ. جرګې پر هغه ورځ وویل چې وسلوالو ورڅخه له خپل مشرتابه سره د خبرو لپاره وخت غوښتی دی.

تر دې وروسته هم جرګې د خبرو له لارې د ستونزې د هواري هڅې وکړې، خو کومې نتیجې ته و نه رسېده.

په همدې حال کې له ماموندو څخه د خلکو کډې روانې دي. د سیمې اوسېدونکي وايي، ځینې خلک د ماموندو نورو برخو ته، ځینې بیا د مرکز خار او ځینې یې بیا د خار په لوبغالي کې لنډمهالي کیمپ ته روان دي.

په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې د باجوړ په ګډون د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې ناامني خورا زیاته شوې ده او وسلوال وخت په وخت پر پولیسو، سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، کاروباریانو، ولسي مشرانو، پخوانیو او مخالفو وسلوالو او فعالانو حملې کوي.

حکومت او امنیتي ځواکونه وايي، د ترهګرۍ پرضد له مبارزې نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیات روان ساتي. پوځ او پولیس وخت په وخت په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.

د صوبې ګورنر فیصل کریم کونډي د اګست پر اوومه په سوات کې خبریالانو ته ویلي ول چې د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې د ناامنۍ ضد هر ډول اقدامات کوي. ده زیاته کړه چې پوځي عملیات یا مذاکرات د وفاقي حکومت په واک کې دي او هغه به خپل مسوولیت ادا کوي.

داراز، د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر علي امین ګنډه پور د جولای په پای کې په یو ویډیويي بیان کې وویل، "ترهګرۍ د صوبې د پرمختګ مخه ډب" کړې او ټینګار یې وکړ چې ټول باید له امنیتي ځواکونو سره د سولې او امنیت په برخه کې هڅو ته دوام ورکړي.