د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسلام اباد ګڼګوندیزې غونډې له حکومته خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ناامنۍ ضد د "کوټلیو اقداماتو" غوښتنه کړې ده

تازه شو

په اسلام اباد کې ګڼګوندیزې غونډې ته د بېلابېلو ګوندونو مشران او استازي ورغلي دي - د اګست ۱۷مې انځور.
په اسلام اباد کې ګڼګوندیزې غونډې ته د بېلابېلو ګوندونو مشران او استازي ورغلي دي - د اګست ۱۷مې انځور.

د عوامي نیشنل ګوند په کوربه توب په اسلام اباد کې ګڼګوندیزې غونډې له وفاقي حکومته په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ناامنۍ پر وړاندې د "کوټلیو اقداماتو" غوښتنه کړې ده.

د اګست پر ۱۷مه په میرییټ هوټل کې غونډې ته د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان، د قامي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو، د جماعت اسلامي د خیبر پښتونخوا امیر پروفیسر محمد ابراهیم، د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ، د پیپلز ګوند مخکښ سیاستوال اخوندزاده چټان، د بلوچستان نیشنل پارټۍ مېنګل ډلې مخکښ مشر ثنا الله بلوڅ، د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند مشر خوشال خان کاکړ، د متحده قامي موومېنټ ډاکتر حیدر عباس رضوي او د بلوچستان یوت (ځوانانو) فورم حاجي لشکري رییساني په ګډون د یوشمېر ګوندونو مخکښ سیاستوالان او استازي ورغلي ول.

د غونډې ګډونوالو له وفاقي حکومته غوښتنه وکړه چې د تلپاتې امنیت لپاره دې سم اقدامات وکړي.

د پاکستان واکمن ګوند مسلم لیګ (ن) او د خیبر پښتونخوا او بلوچستان د واکمنو ګوندونو استازي د اسلام اباد ګڼګوندیزې غونډې ته نه ول ورغلي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې ناامني خورا زیاته شوې او وسلوال وخت په وخت پر پولیسو، سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، کاروباریانو، ولسي مشرانو، پخوانیو او مخالفو وسلوالو او فعالانو حملې کوي. له دې پرته، وسلوالې ډلې وخت په وخت د حملو تر څنګ تښتونې کوي او له شتمنو کسانو باج هم غواړي.

د پاکستان او د خیبر پښتونخوا حکومتونه وايي، د ناامنۍ ضد مبارزې او د ولس ژوند او مال ساتنې ته ژمن دي. وزیراعظم شهباز شریف د اګست پر ۱۴مه د هېواد جوړېدو کلیزې په مناسبت په وینا کې دعوه وکړه چې پاکستان "په زړورتیا د ترهګرۍ پرضد جنګېدلی او ورته یې ماتې ورکړې" ده او زیاته یې کړه چې حکومت به یې بیا وسلوال سر پورته کولو ته پرې نه ږدي.

په همدې حال کې امنیتي ځواکونو او پولیسو هم د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر علي امین ګنډه پور د جولای په پای کې په یو ویډیويي بیان کې وویل، "ترهګرۍ د صوبې د پرمختګ مخه ډب" کړې او ټینګار یې وکړ چې ټول باید له امنیتي ځواکونو سره د سولې او امنیت په برخه کې هڅو ته دوام ورکړي.

داراز، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د جولای په پای کې په کوټه کې له چارواکو سره د لیدو پر مهال د "ترهګرۍ پرضد" د مبارزې هوډ تکرار کړ او و یې ویل چې په دې لړ کې د بلوچستان له حکومت سره "کلک ملاتړ" کوي.

XS
SM
MD
LG