د باجوړ انتظامیې د ماموندو د ۲۴ نورو کلیو اوسېدونکو ته د کورونو پرېښودو امر کړی دی

یوه کډواله کورنۍ د باجوړ په مرکز خار کې د کیمپ پر لوري روانه ده - د اګست ۱۳مې انځور.

په داسې حال کې چې د باجوړ د لوی ماموندو په مختلفو برخو کې د مشکوکو وسلوالو پرضد د امنیتي ځواکونو عملیات دوام لري، انتظامیې د تحصیل د ۲۴ نورو کلیو اوسېدونکو ته د کورونو پرېښودو امر کړی دی.

د ضلعې انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) د اګست پر ۱۴مه پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه په بیان کې خلکو ته ویلي دي چې د اګست تر ۱۶مې پورې دې مېنې پرېږدي.

بیان وايي، د خلکو د بې کورۍ موده به "لنډه" وي خو دا یې نه ده روښانه کړې چې هغوی به کله خپلو کلیو ته ستنوي.

چارواکي وايي، د باجوړ د خار په لوبغالي کې یې د کډوالو لپاره خیمې درولې دي او بې ځایه شویو ته د ګاډي کرایه او نور لګښتونه هم ورکوي.

د انتظامیې تر تازه اعلان وروسته لسګونه کورنیو کډې کړې دي، ځینې یې په خوندي سیمو کې خپلوانو کره تللې دي خو ځینو خلکو د کورونو له پرېښودو انکار کړی دی.

د باجوړ انتظامیې د اګست پر ۱۲مه هم د درې سیمو ډمه ډولې، انعام خوړ او چینګۍ اوسېدونکو ته د کورونو پرېښودو امر کړی وو.

ضلعي انتظامیې د اګست پر ۱۰مه شپې ناوخته په بیان کې په لوی ماموندو کې درې ورځنی او د باجوړ پر ځینو مهمو سړکونو یو ورځنی ګرځبندیز (کرفیو) ولګاوه او خلکو ته یې په کورونو کې د پاتې کېدو امر وکړ. خو خلکو د اګست پر ۱۲مه ګرځبندیز مات کړ او بازارونه یې پرانیستل.

ضلعي انتظامیه وايي د خار په لوبغالي کې یې د کډوالو لپاره کیمپ جوړ کړی دی - د اګست ۱۳مې انځور.

دا په داسې حال کې ده چې امنیتي ځواکونو د جولای پر ۲۹مه د باجوړ په لویو ماموندو کې د مشکوکو وسلوالو پرضد ورځني عملیات پیل کړل چې له وجې یې لسګونه کورنیو خپلې مېنې پرېښودې او یوشمېر ګوندونو، فعالانو او ځايي اوسېدونکو د پوځي کاروایۍ مخالفت وکړ. په پوځي عملیاتو کې د یوې ښځې په ګډون درې ولسي وګړي ووژل شول او لږ تر لږه نهه تنه ژوبل شوي ول.

د باجوړ جرګې د اګست پر څلورمه د حکومتي ځواکونو او وسلوالو ترمینځ دوه ورځنی اوربند وکړ. جرګې پر هغه ورځ وویل چې وسلوالو ورڅخه له خپل مشرتابه سره د خبرو لپاره وخت غوښتی دی.

تر دې وروسته هم جرګې د خبرو له لارې د ستونزې د هواري هڅې وکړې، خو کومې نتیجې ته و نه رسېده.

په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې ناامني خورا زیاته شوې او وسلوال وخت په وخت پر پولیسو، سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، کاروباریانو، ولسي مشرانو، پخوانیو او مخالفو وسلوالو او فعالانو حملې کوي. له دې پرته، وسلوالې ډلې وخت په وخت د حملو تر څنګ تښتونې کوي او له شتمنو کسانو باج هم غواړي.

د پاکستان او د خیبر پښتونخوا حکومتونه وايي، د ناامنۍ ضد مبارزې او د ولس ژوند او مال ساتنې ته ژمن دي. وزیراعظم شهباز شریف د اګست پر ۱۴مه د هېواد جوړېدو کلیزې په مناسبت په وینا کې دعوه وکړه چې پاکستان "په زړورتیا د ترهګرۍ پرضد جنګېدلی او ورته یې ماتې ورکړې" ده او زیاته یې کړه چې حکومت به یې بیا وسلوال سر پورته کولو ته پرې نه ږدي.

په همدې حال کې امنیتي ځواکونو او پولیسو هم د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر علي امین ګنډه پور د جولای په پای کې په یو ویډیويي بیان کې وویل، "ترهګرۍ د صوبې د پرمختګ مخه ډب" کړې او ټینګار یې وکړ چې ټول باید له امنیتي ځواکونو سره د سولې او امنیت په برخه کې هڅو ته دوام ورکړي.